د روغتیا لپاره اته ګټور خواړه کوم دي؟
د نړۍ ډېر شمېر خلک په دې لټه کې دي، چې څه ډول ښه او روغه سټه ولري. د بریتانیا د روغتیا ملي ادارې په وینا، د ځینو ټکو په پام کې نیول، صحي خواړه او ځینې فعالیتونه ستاسې په ښه روغتیا کې مرسته کولی شي.
دا ګټور خواړه کوم دي؟
د ښې روغتیا تر ټولو مهم ټکی دا دی چې تاسې خپله مصرف کوونکې کالوري د خپلو فعالیتونو پر اساس برابره کړئ.
که د خپل وزن پرتله ډېر وخورئ یا وڅښئ وزن مو ډېرېږي. هغه اضافي انرژي چې تاسې ترلاسه کوئ په بدن کې مو پاتې کېږي او نه مصرفېږي.
د ورځنۍ کالوري اندازه د نارینه و لپاره ۲۵۰۰ کالوري ټاکل شوې او د ښځو لپاره ۲۰۰۰ کالوري.
۱ فایبر لرونکي او کاربوهایدرېت لرونکي خواړه
ستاسې له یو پر درې برخې ډېر ورځني خواړه باید نشایسته لرونکي کاربوهایدرېت وي، لکه کچالو، ډوډۍ، وريجې او پاستا.
فایبر لرونکي خواړه هم ژر نه هضمېږي او تر ډېره مو ماړه ساتي.
هڅه وکړئ لږ تر لږه یوه میاشت نشایسته لرونکي خواړه وخورئ، خو پام مو وي چې غوړ پکې ډېر نه وي، ځکه چې غوړ اضافي کالوري لري او وزن مو ډېروي.
۲ میوه او سبزي ډېره خورئ
سپارښتنه کېږي چې، په ورځ کې لږ تر لږه پنځه ډوله مېوي او سبزي وخورئ. که تازه وي یا هم وچه.
په خوړو کې سبزي مو د روغتیا لپاره ډېره مهمه ده. میوه هم غرمه او ماښام خوړلی شئ او هم یې سهار ناشته کې.
په ورځ کې ۱۵۰ ملي لیتره د میوې اوبه مو روغتیا ته ګټه لري.
۳ د کب غوښه ډېره خورئ
کب يا ماهی د پروټین، ویټامینونو او معدني موادو بډایه سرچینه ده.
غوړ لرونکي کبان د اومیګا۳ لري چې د زړه د ناروغیو مخنیوی کوي.
قزل آلا، سلمون، شاه کب او ساردین غوړ لرونکي کبان دي او هاډوک، کاډ او سپین کب غوړ نه لري.
۴ د لږو غوړو او خوږو کارول
موږ د خپلو خوړو په رژیم کې یوه اندازه غوړو ته اړتیا لرو، خو اندازه او ډول یې مهم دی.
له اندازه ډېر خوړ مو د وینې فشار لوړي او د زړه د ناروغیو خطر ډېروي.
همدا راز له اندازې ډېر خواږه مو چاغوي او د غاښونو د خرابېدو لامل کېږي. سپارښتنه کېږي چې په خوړو کې خوږه ډېره کاروئ او پر ځای یې د خپل بدن د اړتیا وړ شکر له ميوو او شیدو ترلاسه کوئ.
۵ مالګه لږه خورئ
ډېره مالګه خوړل ستاسې وینې فشار لوړولی شي.
څوک چې د وینې لوړ فشار لري، د زړه پر ناروغۍ د اخته کېدو او زړه حملې امکانات یې ډېر دي.
له یوولس کلنۍ پورته عمر کسانو د مالګي مصرف باید په ورځ کې له ۶ ګرامه ډېر نه وي.
۶ فعاله اوسئ او خپل وزن کنټرول کړئ
د سالمه تغذیې د روغتیا لپاره منظم ورزش مهم دی. له ډول ډول ناروغیو مو ژغوري.
چاغي د زړه د حملې، سرطان او شکرې ناروغۍ لامل کېږي. برعکس له اندازې ډېر کم وزن هم ستاسې پر روغتیا اغېر لرلی شي.
۷ اوبه ډېرې څښئ
سپارښتنه کېږي چې په ورځ کې له شپږو تر اتو ګیلاسه اوبه وڅښئ. دا هغه اضافي اوبه دي چې له خوړو سربېره یې باید زمونږ بدن ترلاسه کړي.
په دې کې ټول غیر الکولي څښاک لکه چای، قهوه، او شیدې شاملېدی شي.
هڅه وکړئ له ګاز لرونکو او غیر طبیعي څښاکو ډډه وکړئ، ځکه چې ډېره کالوري لري.
هېر مو نه شي چې په اوړي او ګرمه هوا کې ډېر معایعات وڅښئ.
۷ سهار ناشته هرو مرو خورئ
که تاسې په هغه ډله کسانو کې یاست چې د ډېر وزن له امله سهار ناشته نه کوئ، ډېره لویه تېروتنه کوئ.
یوه ښه ناشته چې لږ فایبر او شکر ولري او ډېره غوړ نه وي ستاسې په سالمې روغتیا کې مرسته کولی شي.
لکه د وربشو ډودۍ، شیدې او میوه ستاسې ډېره خوندوره او صحي ناشته برابرولی شي.